دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۵۰
د مطلب کود : 33011
د لومړي ځل لپاره د افغانستان په دولت کې پارلماني شبکه رامنځ ته شوه
له دې سره سم د دولت د درې ګونو قواوو د پارلماني چارو د سمون او همغږۍ له پاره د ۱۳۸۴ کال په وروستیو کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې له پریکړې وروسته را منځ ته شو.
د ۱۳۸۴ کال د پارلماني ټاکنو وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت ملي شورا جوړه او د دولت د درې ګونو قواوو د بشپړیدو سره سم په هیواد کې یو نوی سیاسي، ټولنیز بنسټ کیښودل شو.

له دې سره سم د دولت د درې ګونو قواوو د پارلماني چارو د سمون او همغږۍ له پاره د ۱۳۸۴ کال په وروستیو کې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې له پریکړې وروسته را منځ ته شو.
په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر دفتر په تیرو شپږو کلونو کې له ملي شورا سره له لاسته راغلو تجربو څخه په ګټه اخیستنې، د دولت د درې ګونو قواوو د چارو د لا ښه ټینګښت په موخه د جمهوري ریاست عالی مقام او د کابینې غړو ته یادښتونه، تحلیلونه او اصلاحی طرحې وړاندې کړي دي.
دغه وزارت د خپل شپږ کلن کار په ترڅ کې یو لړ مهمې بریاوې درلودې او په دې وروستیو کې د وزارت د نوې رهبرۍ په ټاکلو سره، د یوه کال په بهیر کې د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د ښو اړیکو د جوړولو او د کاري ستونزو له منځه وړلو په موخه د ملي شورا د دواړو خونو له اداري پلاوي، غړو، دارالانشا او همدا راز د دولتي ټولو ادارو او وزارتونو سره یو شمیر غونډې او سلا مشورې ترسره شوې. په پایله کې د وړاندیزونو د پوره غور او څیړنو وروسته جوته شوه چې د لا ښې همغږۍ په موخه په وزارتونو او دولتي خپلواکو ادارو کې موازي پارلماني ادارې له منځه لاړې شي او پر ځای یې د پارلماني چارو وزارت له خوا د یوه واحد مدیریت لاندې( په پارلماني چارو کې د دولت وزارت) پارلماني آمریتونه جوړ شي.
د حکومت او ملي شورا تر منځ د اړیکو د څیړلو او ارزونې په بهیر کې مو د ددغو اړیکو په لاره کې د ستونزو د له منځه وړلو او د ملي شورا د قدرمنو غړو د اسانتیاوو له پاره یوه نوې طرحه جوړه او د وزیرانو عالي شورا ته وړاندې شوه، دغه طرحه داسې جوړه شوې وه چې له مخې یې باید ټول پارلماني موازي جوړښټونه چې په وزارتونو او دولتي ادارو کې وو، لغو او پر ځآی یې د پارلماني چارو وزارت له خوا مناسب تشکیل د آمریتونو په درجه معرفي شي.
له نیکه مرغه چې نوموړې طرحه د روان کال د تلې میاشتې په ۲۷ مه نیټه د وزیرانو عالي شورا له خوا تصویب او ورپسې د ۸۲ تنو په تناسب تشکیل جوړ او د جلالتمآب جمهور رییس له خوا د حکم له صادرولو وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون په مرسته د آزادو سیالیو له لارې د څلورو میاشتو په موده، دغو آمریتونو ته وړ کسان وګمارل شول.
په وزارتونو او مستقلو دولتي ادارو کې د پارلماني دفترونو په جوړیدو چې ټول (۸۲) نظامي او ملکي بستونه کیږي، د لومړي ځل لپاره دپارلماني چارو واحده یا ځانګرې شبکه رامنځ ته شوه، او له څلورو میاشتو را په دیخوا د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د پارلماني چارو د همغږئ د ټینګښت لپاره هڅې کوي، د نوموړې شبکې د څلورو میاشتینیو کړنو له پایلو ملي شورا او دولتي ادارې په بشپړه توګه


خوښې دي، او په پراخه کچه ملاتر یې ترې ښودلی دی، په پورته یادو شوو نمایندګیو کې په هر وزارت او خپلواکې دولتي ادارې کې له دوه تنو څخه تر شپږو تنو پورې ګمارل شوي دي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت بر سیره پر دې چې د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ پارلماني چارې سموي، خپله دنده ګڼي تر څو د ملي شورا د دواړو خونو د قدرمنو غړو قانوني غوښتنې او وړاندیزونه په ښه توګه تر سره کړي.

نو په همدې توګه د دې وزارت هغه کارکونکي چې د پارلماني چارو په دفاترو کې په دندو ګمارل شوي، خپله دنده بولي ترڅو د ملي شورا ښآغلو غړو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي او په بیلا بیلو برخو کې د بېلګې په توګه د ملي شورا د غړو د مؤکلینو د اسنادو او عرایضو چارې پر مخ بوزي، له وزیرانو او نورو دولتي چارواکو سره د وکیلانو ناستې او لیدنې په ښه توګه تنظیم کړي.

په وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو کې د پارلماني دفترونو په جوړولو سره به د ملي شورا او حکومت تر منځ ټولې کاري ستونزې حل او پای ته ورسیږي. همدا راز به انشا الله د دولت د درې ګونو قواووتر منځ د کارونو د چټکتیا په موخه، ډیر ژر یوه سالمه او د باور ډکه فضا را منځ ته شي.

د یادولو وړ ده چې د ملي شورا د ښآغلو غړو له پاره د اسانتیاوو او چټکو اړیکو د ټینګولو په موخه، د دې وزارت د پارلماني آمریتونو د کارکوونکو د اړیکو د شمېرو او برېښنالیکونو کتاب چاپ شوی او د ملي شورا محترمو غړو ته ویشل شوی دی.

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyxdm.w6dmyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته