دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 33065
مېټ رومني:د ځواكونو د اېستلو او كمولو وخت نه دى
د امريكا ولسمشريزو ټاكنو ته د دغو دوو نوماندانو دا خبرې په داسې حال كې دي چې واشنګټن او كابل د افغان-امريكا ستراتيژيك تړون پر لاسليكولو سلا شوي دي.
تاند - د امريكا متحده ايالتونو د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو جمهوري غواړى نوماند مېټ رومني وايي، امريكا بايد له افغانستان څخه پښې سپكې نه كړي او د هغه په خبره، په داسې كولو سره به په سيمه كې لويه پانګه له خطر سره مخ كړي.

د مسه چوسټ پخوانى والي او ولسمشريزو ټاكنو ته د جمهوري غواړي ګوند نوماند مېټ رومني زياتوي، د دې اړتيا شته چې په افغانستان كې د استخباراتو د ټولولو او د ځانګړو ځواكونو د عملياتو لپاره د پام وړ امريكايي پوځيان پاتې شي.

نوموړي پر ملي امنيت د جمهوري غواړو مناظرې ته وويل:( موږ نه شو كولى چې د نړۍ په كومه برخه كې له ستونزو سره مخه ښه وكړود دې پرځاي موږ غواړى دوى عصريتوب ته ور شېوه كړو.)

د مېټ رومني په اند، له وخت مخكې له افغانستان څخه د ځواكونو اېستل به په دغه هيواد كې په سرښندنو ترلاسه شوې برياوې وګواښي:(اوس داسې وخت نه دى چې امريكايان خپل ځواكونه كم كړي او ووځي.)

د مېټ رومني اپوټه د يوتا پخواني والي او د ولسمشريزو ټاكنو بل نوماند جان هنسټمېن وويل، چې د امريكا متحده ايالتونو په افغانستان كې مهمې موخې ترلاسه كړې دي او اوس بايد په دغه هيواد كې د خپلو ځواكونو شمېر چې يو لكو ته رسيږي خورا ډېر كم كړي:( د امريكا متحده ايالتونه دې ته اړتيا لري چې په افغانستان كې له لسو زرو تر پنځلسو زرو پورې پوځيان پرېږدي چې د ځانګړو ځواكونو د عملياتو او څارګري چارو دندې پرمخ بوځي.)

د امريكا ولسمشريزو ټاكنو ته د دغو دوو نوماندانو دا خبرې په داسې حال كې دي چې واشنګټن او كابل د افغان-امريكا ستراتيژيك تړون پر لاسليكولو سلا شوي دي.

د دغه تړون له مخې به ممكن تر ۲۵ زرو پورې امريكايي پوځيان په افغانستان كې پاتې شي چې د افغان ځواكونو په روزنه او د اړتيا په وخت د وسله والو او القاعده په ځپلو كې مرسته وكړي.

تېره شنبه مشورتي جرګې هم افغان حكومت ته سپارښتنه وكړه چې له امريكا سره ستراتيژيك تړون لاسليك كړي.

ځينې افغان كارپوهان په دې اند دي چې له امريكا سره دې افغانستان د ۵۰ كلونو ستراتيژيك تړون لاسليك كړي.

د دوى په باور، په ۵۰ كلونو كې به افغان امنيتي ځواكونه خوار ښه پياوړي شي او همدارنګه به امريكا هم اړه وي چې پخپلو پښو د افغانستان د درولو لپاره په بېخبينايي پروژو كې پانګونه وكړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcen78x.jh8xpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته