دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 33311
پاکستان د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون نه کوي
د پاکستان کابینې پرون په لاهور کې تر غونډې وروسته فیصله وکړه، چې د افغانستان په اړه د بن په دوهم کنفرانس کې به ګډون نه کوي.
پاکستان پرون په یوې اعلامیې کې څرګنده کړه، چې نه غواړي په بن کې د افغانستان په اړه په جوړیدونکې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د جرمني صداعظمې د پاکستان د اعلامیې په غبرګون کې ویلي، هغه دې خبرې چې پاکستان نه غواړي، د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي خواشینې کړې ده.

رویټرز خبرې اژنس لیکې، انګیلا میرکل چې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې یې د اردن د پادشاه، شاه عبداله سره خبرې کولې وویل، جرمني به وویني، چې څه ډول اقدام کولی شي، د پاکستان په دې فیصلې کې بدلون راولي.

میرکل زیاته کړه، جرمني تل په دې ټینګار کوي، چې د سیمې بې ثباتي ته باید د پای ټکې کښېښودل شي او پاکستان د سیمې یوه برخه ده، نو که پاکستان دا تصمیم نیولی، چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي دې خبرې زه خواشینې کړې یمه.

خو د جرمني صدراعظمې هیله څرګنده کړه، چې برلین به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو پاکستان دې ته اړ باسي، چې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان ولسمشر تیر ماښام په تیلفون کې د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل، چې د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیره دې کنفرانس ته ولیږي.

د افغانستان د جمهور رییس ویاند، اېمل فیضي ازادۍ راډیو ته وویل، چې ګیلاني د ولسمشر کرزي دې غوښتنې ته مثبت او یا منفي ځواب نه دی ورکړي.

د کابینې غونډه په لاهور کې وشوه:

د پاکستان کابینې پرون په لاهور کې تر غونډې وروسته فیصله وکړه، چې د افغانستان په اړه د بن په دوهم کنفرانس کې به ګډون نه کوي.

تر هغه وروسته اسلام اباد اعلامیه خپره کړه او ویې ویل، چې هیله مند دی، چې د بن کنفرانس په بریالیتوب سره تر سره شي، خو د روانو پیښو او حالاتو په نظر کې نیولو سره یې پریکړه کړې، چې په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

د پاکستان د حکومت په اعلامیې کې یو وار بیا ټیڼګار شوی، چې له متحده ایالاتونو او ناټو سره به پر خپلو همکاریو غور وکړي.

پاکستان دا پریکړه د تیري شنبې په ورځ په مهمند اېجنسۍ کې د ناټو د الوتکو د بمباریو په اعتراض کې کړې، چې په ترڅ کې یې څلورویشت تنه پاکستاني پوځیان د افغانستان په سرحدی سیمو کې ووژل شول.

اسلام اباد دا حمله پر خپلې خاورې تیری بولي او په ځواب کې یې هغه کاروانونه چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د پاکستان په لاره مواد رسوي درولي دي.

همدا شان د دې پیښې په اعتراض کې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کې مظاهرې هم وشوې. پرون د ناټو او امریکايي ځواکونو پر ضد سخت اعتراضونه وشول.

د رویټرز د راپور له مخې د عمران خان په مشري د تحریک انصاف د ګوند درې سوه محصلینو تقریباً یو نیم ساعت د لاهور سړکونو بند کړې وو او د ناټو او متحد ایالاتو پر ضد یې شعارونه ورکول.

په ملتان کې هم شاو خوا درې سوه تنو مظاهره وکړه.

هغوی ″مړ دې وي امریکا″ شعارونه ورکول او د امریکا بیرغ ته یې اور ورته کړ.

که څه هم په پاکستان کې وروستۍ پیښې او د پاکستاني مقاماتو څرګندوني نوې ښکاري، خو په قطعي توګه د بن په کنفرانس کې د پاکستان د ګډون کولو په اړه هیلې لا هم شته.

لږ تر لږ ه ناټو، افغان حکومت او جرمني ویلي، هڅه به وکړي، چې پاکستان دې ته رضا کړي، چې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې، چې راتلونکې دوشنبه د بن کنفرانس جوړ شي او په همدې شپږ ورځني فرصت کې له امکانه لرې نه ده، چې دا هڅې یوې نتیجې ته ورسږي او پاکستان دې ته تیار شي، چې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizpap.t1apz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته