دخپریدو نیټه :شنبه ۸ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 35579
د دولت ۵ تنه وسلوال مخالفین د ملي پولیسو په عملیاتوکه ووژل شول او۲۸ تنه یی د یادو ځواکونو لخوا نیول شوی دی
د ملي پولیسو ،ملی پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۹ ګډو چاڼیزو عملیات په لړ کې چې د ننګرهار ، لغمان ، هلمند ، نیمروز ، میدان وردګ ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۹ ګډو چاڼیزو عملیات په لړ کې چې د ننګرهار ، لغمان ، هلمند ، نیمروز ، میدان وردګ ، خوست او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول، پنځه تنه د دولت وسلوال مخالفین وژل شوي او ۲۸ تنه یی د ملی پولیسو له لوري ژوندې نیول شوې دي.


په یادو عملیاتو کې یو زیات اندازه چاودیدونکې توکې او جنګې مهمات چی دري میله کلاشینکوفونه ،یو میل تفنګچه ، پنځه بوشکۍ چاودیدونکې توکې ، یوډز د(بی .ام .یو) مرمی اویو کړي د وسایطو ضد ماین شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدارنګه تېره ورځ دوه تنه ترهګر ماین خښوونکی کله چی غوښتل یی یوه کړی دوسایطو ضد ماین دغزنی ولایت د زنخان ولسوالۍ دکوچی کلې پر سړک ښخ کړي ، ماین پری وچاودید چی په ترڅ کی ئی دواړه ماین خښوونکی ووژل شول.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyn9w.ak9nu4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته