دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 35960
دري تنه ددولت وسلوال مخالفین ووژل شول او ۱۳ تنه یی دملی پولیسو په عملیاتو کې ژوندی نیول شوی دی
د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۵ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د هلمند، کندهار ،لوګر، خوست او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۵ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د هلمند، کندهار ،لوګر، خوست او کاپیسا ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول دیادو عملیاتو په لړکې دري تنه ددولت وسلوال مخالف ووژل شول او۱۳ تنه یی دملی پولیسو له لوری ژوندی نیول شوی دي.

په یادو عملیاتو کې یو اندازه وسلۍ او مهمات چی یو میل زیکویک ،یو میل کلاشینکوف ،۵۱ میله ډول ډول وسلۍ، ۳۸ ډزه د درنو وسلو مرمۍ، ۴۷۱ ډزه دسپکو وسلو مرمۍ ،دري کړی دوسایطو ضد ماینونه ، ۶۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکي اویوعراده موټرسایکل شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدا رازد هیواد ملي پولیسو تېره ورځ ۵۰ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې ۱۴ قبضی لاسی بمونه یومیل هاوان سره د ۴۰ ډزه مرمیو او۱۰ عدد د ماین فیوزونه چې د افغانستان دخلکود دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د ارزګان اوهرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف اوضبط کړل .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawone.49nmi1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته