دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۴۸
د مطلب کود : 37718
طالبان وايي په بادغیس کې ښوونځی دوی نه دی سوځولی
د جمعې په شپه د باد غیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي برید شوی او سوځول شوې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي تهران راډیو ته په تلفوني پيغام کې وویل چې په بادغیس کې د ښوونځي سوځول ردوي او دا د هغه چا کار دی چې طالبان بدنامول غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې شین هوا خبري آژانس خبر ورکړی و چې د جمعې په شپه د باد غیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي برید شوی او سوځول شوې ده.
په دې رپوټ کې د شرف الدین مجیدي له خولې چې یو دولتي چارواکی دی ویل شوي چې په دې برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj50s.yt05f6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته