د اقتصادي ملګرتیا پنځمه غونډه به سبا او بله ورځ د افغانستان په موضوع سره، ددې هېواد د اقتصاد څرنګوالي په جاجونې سره د تاجکستان د پلازمینې دوشنبې په ښار کې جوړېږي.
د اقتصادي ملګرتیا (ریکا) پنځمه غونډه په تاجکستان کې د نوروز د نړیوال جشن له ترسره کولو یوه ورځ وروسته جوړېږي.
په دې غونډه کې به د ایران، پاکستان، ا فغانستان او تاجکستان پر ولسمشرانو سربېره،له ۴۰ ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو ارګانونو او سازمانونو ۳۳ استازي شتون ولري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)