دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 39747
پنیتا افغان وزیرانو ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیران واشنګټن ته په دوه ورځني سفر تللی ول او هلته یې د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لیون پنیتا او نورو امریکايي چارواکو سره وکتل.
تاند - د امریکا د مشهورې راډیو این پي آر د راپور له مخې د امریکا حربي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه ووځي خو پینتاګون غواړي چې یوشمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د افغانستان دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردک وايي چې هیواد یې له امریکا سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو غوښتونکی دی او هیله لري چې امریکا به د افغان ځواکونو روزنې ته د دوام ورکولو ترڅنګ دا ځواکونه په ښو وسلو سمبال کړي.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیران واشنګټن ته په دوه ورځني سفر تللی ول او هلته یې د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لیون پنیتا او نورو امریکايي چارواکو سره وکتل.

جنرال وردک پرون د خپلو کتنو په پای کې وویل:«موږ ته په ځانګړي ډول د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا ډاډ راکړ چې د امنیتي ځواکونو د روزنې چارې به جاري وساتي او د وسلو د کموالي ستونزه به راحل کړي.

این پي ار راډیو وايي چې یوه جګپوړي امریکايي چارواکي د افغان وزیر څرګندونې تایید کړې، ویې ویل چې ښاغلي پنیتا افغانانو ته وویل چې امریکا به له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

پنیتا د سې شنبې په ورځ افغان وزیرانو ته ډاډ ورکړ چې متحد ایالتونه به افغانستان ته شا وانړوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqqnx.23nwkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته