د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نن تر غرمې وروسته د دې ولایت د يوې لیسې له سلو ډیر زده کوونکې مسمومې شوي او دا مهال په روغتون کې بستر دي.
د دې ولایت د رستاق ولسوال معلم حسین شیبه مخکې ازادۍ راډيو ته وویل، چې دغه زده کوونکې په ښوونځې کې د ابو له څښاک نه وروسته مسمومې شوي.
د دې ولایت امنیتي پولیس وایي چې د اړوندې پیښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)