دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 40663
حماس پر اسرائیلو د مصر د ګاز د بندیدو له امله خوښي څرګنده کړه
د مصر د ګازو شرکت پرون اعلان وکړ هغه اوږد مهاله تړون چې په اساس ېې له۱۹۷۹ م کاله اسرائیلو ته ګاز صادریدل لغوه کړئ دئ .
د فلسطین د اطلاع رسونې مرکز د راپور له مخې حماس پر صهیونیستي رژیم د ګازو د صادراتو بندولو په موخه د مصر پریکړه وستایله او دا ېې په سمه لار یو زړورانه ګام وباله .
د حماس ویندوی سامي ابو زهري د مصر له دې پریکړې په هرکلي کولو سره څرګنده کړه دا ډول اقدامات به د مصر د پخواني رژیم تیروتنې اصلاح کړي ږ
دا په داسې حال کې ده چې د مصر دې اقدام د صهیونیستي رژیم اندیښنې راپارولې دي .
د صهیونیستي رژیم د مخالف لوري یوه مشر شایول موفاز وویل دا موضوع د مصر او اسرائیلو په اړیکو کې لومړنئ منفي ګام او د دواړو لورو تر منځ د سولې د تړون ښکاره تر پښو لاندې کول د ي.
د مصر د ګازو شرکت پرون اعلان وکړ هغه اوږد مهاله تړون چې په اساس ېې له۱۹۷۹ م کاله اسرائیلو ته ګاز صادریدل لغوه کړئ دئ .
مصر د اسرائیلو د ټول مصرفي ګاز ۴۳ سلنه تأمینوي چې په نیول شویو سیمو کې د بریښنا اصلي سرچینه هم ګڼل کیده .
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw39t.ak9z34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته