د خوست د عامې روغتیا مسوول چارواکي وايي، چې د اسماعیل خیلو ولسوالۍ په یوې لیسې کې لسګونه زده کوونکي مسموم شوي دي.
د دغه ولایت د ملکي روغتون رییس امیر بادشاه منګل نن ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې تراوسه ورته ۲۰ زده کونکي روغتون ته انتقال شوي او د نورو لپاره امبولانس سیمې ته استولي.
دوی وایي، سمیې ته یې پلاوی لیږلی ترڅو دغه پیښه له نزدې وڅیړي.
له دې څو ورځې وړاندې هم ۴۰۰ سوه زده کوونکي په همدې لیسه کې مسموم شوي وو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)