دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۴
د مطلب کود : 42584
د تخار د زده کوونکو د مسمومولو په تړاو ۸ تنه نیول شوي
وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دوی د نجونو په مسمومولو کې لاس نه لري او ممکن دا کار به د استخباراتي کړیو له لوري کېږي.
تاند - یوه امنیتي چارواکي نن په تخار ولایت کې وویل چې په دغه ولایت کې د نجونو زده کوونکیو د مسمومولو په تړاو یې اته تنه مشکوک کسان نیولي دي.

په وروستیو درې اوونیو کې د تخار په مرکز او ولسوالیو کې شپږ ځلي د ښوونځیو زده کوونکي مسموم کړای شوې دي.

په تالقان کې یوه امنیتي چارواکي نن ازادۍ رادیو ته وویل چې له نیول شویو کسانو لومړني تحقیقات ښيي چې دوی له افغان طالبانو او دغه راز د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره تار لري.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ، چې له طالبانو او القاعده سره همکاري کوي، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې زیات فعال دی.

په تخار ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي شاوخوا اته سوه نجونې په وروستیو کې د ناڅرګندې زهرجنې مادې په اثر مسموم او یا بې هوښه شوي دي.

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې دوی د نجونو په مسمومولو کې لاس نه لري او ممکن دا کار به د استخباراتي کړیو له لوري کېږي.

طالبان، چې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د ښوونځیو له پاڅون سره مخامخ شوي، له دې پاڅون سره په یووخت په خپله اعلامیه کې وویل چې دوی نه یوازې د ښوونځیو مخالف نه دي بلکې د ښوونخیو سوځوونکو او د زده کوونکیو مسموموونکو ته سزا ورکوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaymny.49nua1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته