دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 43955
د پاکستان نوی صدراعظم لومړنی بهرنی سفر افغانستان ته کوي
تاند- پاکستاني سرچینې وايي چې د دغه هیواد نوی صدراعظم راجه پروېز اشرف به د راروانې جولای میاشتې په دوهمه اوونۍ خپل لومړنی بهرنی سفر افغانستان ته وکړي.

افغانستان ته د ښاغلي اشرف د سفر د زمینې د برابرولو لپاره د دیپلوماتیکو کړیو له لارې کار پیل شوی دی.

په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، چې په خپل هیواد کې د وروستي سیاسي بحران له کبله تېره اوونۍ د روسیې پیترزبورګ او بریتانیا ته سفر وځنډاوه، سبا/چهارشنبه/ لندن ته روانېږي.

د پاکستان (دي نیوز) انګریزي ورځپاڼې راپور ورکړ چې باوري دیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي چې صدراعظم راجه پروېز اشرف د دوشنبې په ورځ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره مفصلې ټېلفوني خبرې کړي او کابل ته د سفر لپاره یې د هغه بلنه منلې ده.

نیوز ورځپاڼه دا په زړه پوري بولي چې ولسمشر حامد کرزی د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې د پاکستان له نوي صدراعظم پروېزاشرف سره یې خبرې کړي.

ټاکل شوې وه چې د پاکستان پخواني صدراعظم رضا ګیلاني د روانې میاشتې په پیل کې افغانستان ته تللی وای خو ګیلاني افغانستان ته د سفر پرېکړه په وروستیو ساعتونو کې بېرته واخیسته.

نیوز ورځپاڼه وايي چې ډېر کتونکي او شنونکي په دې حیرانه دي چې له افغانستان او هندوستانه پرته نورو هیوادونو د راجه پروېز پر ټاکل کېدو چندان تود عکس العمل ونه ښود. نیوز وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د پروېز اشرف د ټاکل کېدو په اړه معمولي یادونه وکړه خو په خبرو کې یې چندان هرکلی نه لیدل کېده.

له دې داسي ښکاري چې پاکستان په نړیواله ټولنه کې ورځ تر بلې رټل کېږي.

په همدې حال کې په پاکستان کې داسي اوازې خپرې دي چې د دغه هیواد پوځ د پیپلز ګوند د حکومت د پرزولو لپاره هلې ځلې کوي.

د پاکستان مشهور شناند احمد رشید ویلي چې پوځ د پخوا په شان کودتا نه شي کولی نو اوس هڅه کوي چې د پیپلز ګوند د حکومت پر ځای یو موقت ملکي حکومت جوړ کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkn0o.yt0sk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته