دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 49133
پرکامدیش ولسوالۍ باندې د طالبانو برید ۴۲ تنه وژلپ اوتپیان کړي دي
طالب سرتیرو چې تیره ورځ سهار مهال د نورستان د ولایت د کامدیش دولسوالۍ دنیولو په موخه په سراسري برید لاس پورې کړ، د درنو تلفاتو په منلو سره په شاتګ ته اړویستل شول.
د نورستان د والي ویاند«محمد زرین»«افغان غږ خبری آژانس» اژانس ته وویل: پدې نښته کې دطالب ځواکونو ۱۵ تنه مړه او ۲۰ تنه نوریې ټپيان شول، هغه ددې ټکې په اعلام سره چې پدې نښته کې ۴ پولیس ځواکونو وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي زیاته کړه: دطالب ځواکونو تلفات په هغو سیمو کې چې د دفاع د وزارت دهوایي ځواکونو له لوري بمبارد شول تر اوسه معلوم ندي.
د والي ویاند وویل: ددې نښتې په بهیر کې برید کوونکي نیول شوي چې دهغه دادعاله مخې«افغان» دی، خو دهغه له لهجې او نورو ځانګړنوڅخه معلوم کیږي چې پاکستاني دی.
د غه سیمه ایزو واکمن وویل: د ګزارش شو معلوماتو پر بنسټ د طالبانو مشران او دهغوﺉ استخباراتي ځواکونو دیونوي برید دپلان په لټه کې دي چې امنیتي ځواکونواو پولیسو خپله کلکه تیاري نیولې او اړین تسلیحات دې ولسوالۍ ته لیږل شوي دي.
دوالي ویاند له امنیتي ځواکونو سره مرستې او ملاتړڅخه دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې وویل: دملي پولیسو او ملي اردو له ځواکونو سره دخلکو مرسته ډیره څوشحاوونکي او دپولیس ځواکونو د روحیې د پیاوړ تیا لامل ګرځیدالې ده.
هغه دخپلو خبرو په ادامه بیا یادونه وکړه چې ملي پولیس او ملي اردو جنګي وسایلو او سامان آلاتو په لحاظ پدې سیمه کې هیڅ ډول کمي کاستي نه لري،
زرین پدې ولایت کې ملي قول اردو چوړښت ته په اشارې سره ــــ چې پروسه یې د اجراء کولوپه حال کې دی د نورستان په ولایت کې د امنیتې وضیعت له ښه والي خبر ورکړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxznk.23nwxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته