دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 49735
جمهور رئیس حامد کرزی له امریکا څخه هېواد ته راستون شو
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په ۶۷مه غونډه کې د ګډون په موخه تېره یکشنبه د تلې په دویمه نېټه د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک ښار ته تللی و، تیره ماښام هېواد ته راستون شو.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په غونډه کې د هېواد جمهور رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې وروستیو نړیوالو پېښو ته اشاره وکړه، ویې ویل چې نړۍ د یو شمېر متعصبو وګړو د اخلاقي کمزورتیا له امله لړځیدلې ده، دا ځکه چې دوی په نړۍ کې د څه د پاسه یونیم میلیارد مسلمانانو د عقیدې پر خلاف له سپکاوي نه ډکې کړنې ترسره کړي دي.

حامد کرزي دغې پېښې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول کړنې که د یو فلم د تولید یا د کاریکاتورونو د خپرېدو په بڼه وي او یا هم که د توهین او تحریک نور اقدامات وي؛ د بیان د آزادۍ په توګه هېڅکله هم توجیه کیدلای نه شي.

د هېواد جمهور رئیس دېته په اشارې سره چې د ترورېزم مرکزونه د افغانستان له پولو هاخوا دي، وویل: ترورېزم زموږ په کلیو او ښارګوټو کې نشته او هېڅکله یې پخوا هم شتون نه درلود. د ترورېزم سرچینې او د ملاتړ مرکزونه ټول د افغانستان له سرحدونو څخه د باندې دي.

دغه راز حامد کرزي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په اړه وویل: موږ له پاکستان سره د ورورګلوۍ په فضا کې خپلو اړیکو ته پوره ژمن یو، خو له هغو ننګونو څخه هم باخبره یو چې ښايي زموږ تر منځ د اعتماد او باور فضا ترینګلې کړي، لکه په دې وروستیو کې د افغانستان پر کلیو باندې راکټي بریدونه، چې کولای شي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ګډ امنیت لپاره روانو هڅو ته سخت زیان ورسوي.

حامد کرزي په دې سفر کې د ملګرو ملتونو د سازمان په ۶۷ مه غونډه کې پر ګډون سربېره د ملګرو ملتونو له سرمنشي ښاغلي بانکي مون، د پولنډ او پاکستان له جمهورو رئیسانو، د بریتانیا له صدراعظم، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرې او یو شمېر نورو چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل.

په دغو کتنو کې په افغانستان کې د سولې د بهیر، د امنیتي مسؤولیتونو د انتقال د پروسې، راتلونکو انتخاباتو او په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم او افراطیت پر خلاف د مبارزې په اړه خبرې اترې وشوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcftedj.w6d1maz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته