دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 50602
د هلمند په ناوه كې د ايساف د هوايي بمبار له امله دوه ماين ښخونكي وژل شوي
د هلمند په ناوې ولسوالۍ كې د ايساف ځواكونو د هوايي بمبارد له امله دوه تنه ماين ښخونكي او درې تنه ماشومان وژل شوي دي.

د ناوې امنيه قوماندان احمد شاه وايي، ايساف ځواكونو دوه تنه ماين ښخوونكي هغه مهال په يوه هوايي بريد كې ووژل، چې غوښتل يي د لويې لارې پر سر ماينونه ځاى پر ځاى كړي.
پيښه تيره ورځ ماښام د ناوې او مارجې ولسواليو ترمنځ د ټانګانو د ګودر په سيمه كې رامنځته شوې ده.

د امنیې قومندان په خبره په دې بمباري کې یوه وړه نجلۍ او دوه ماشومان هم وژل شوي دي.

اخوا په فراه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې تیره ورځ د دولت دوه وسله والو مخالفین وژل شوي او څلور تنه ټپیان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauinm.49nww1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته