دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 52131
د افغانستان او هند ترمنځ دکانونو، د ځوانانو د روزنې او د اقتصادي او او ټولنیزې ودې په برخه کې د تفاهم څلور یادښتونه لاسلیک شول
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي او د هند د صدراعظم من موهن سینګ په حضور کې د افغانستان او هند ترمنځ، پرون د تفاهم څلور یادښتونه لاسلیک شول.

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو ډاکتر زلمي رسول او سلمان خورشید، د وړو انکشافي پروژو د تطبیق لپاره د بلا عوضې مرستې د تفاهم یادښت د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړ چې له مخې یې هند له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره لس میلیونه ډالره مرسته کوي.

همدا راز د افغانستان د کانونو د وزیر وحیدالله شهراني او د هند د بهرنیو چارو د وزیر سلمان خورشید ترمنځ د کیمیاوي سرې د سکټور په برخه کې د تفاهم یادښت لاسلیک شو چې د هغه له مخې به دکیمیاوي سرې د تاسیساتو د جوړیدو لپاره پلان جوړ او په دې اړه به افغان متخصصینو ته تخنیکي کورسونه جوړشي او هم په دې برخه کې ګډې پروژې جوړیږي.

په همدې ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو په چارو کې د همکارۍ په اړه د تفاهم یادښت د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر سید مخدوم رهین او د هند د بهرنیو چارو د وزیر سلمان خورشید لخوا لاسلیک شو. د دغه یادښت له مخې به د ځوانانو د چارو په برخه کې د پروګرامونو، تجربو، تخنیکي مهارتونو، معلوماتو او پوهې تبادله تشویقیږي او ارتقا به ورکول کیږي.

د کاني سرچینو او د ډبرو سکرو د انکشاف په برخه کې د تفاهم څلورم یادښت د هېواد دکانونو د وزیر وحید الله شهراني او د هند د ډبرو سکرو د وزیر شیری پراکاش جیسوال ترمنځ لاسلیک شو. د دغه تفاهم لیک له مخې به د ډبرو سکرو د کانونو د استخراج په برخه کې د خصوصي او عامه سکټور پانګونه پراخه، د ډبرو سکرو کانونه به کشف او د هغو د استخراج په شمول به له هغو څخه په پراخه توګه ګټه واخیستل شي.



همدا راز د افغانستان د کانونو د انجینرانو او جیولوجیستانو لپاره د ډبرسکرو دکانونو د استخراج کورسونه جوړیږي او د هند دولت په افغانستان کې د ډبرو سکرو د سکټور په برخه کې د پانګې اچونې لپاره دکمپنیو په تشکیل کې ښه والی رامنځته کوي.

د تفاهم لیکونو له لاسلیک وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي او د هند صدراعظم من موهن سینګ په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
حامدکرزي په دغه خبري ناسته کې په وروستیو کلونوکې له افغانستان سره د هند له مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه، هند یې د افغانستان د خلکو تاریخي او لرغونی دوست وباله.

جمهوررئیس وویل چې هند ته یې د سفر موخه له هندي چارواکو سره لیدل او په افغانستان کې د هندي پانګوالو لخوا د پانګې اچونې هڅونه ده، ده زیاته کړه چې په افغانستان کې د پانګې اچونې فرصتونه ښه شوي دي او زموږ د هېواد خلکو په خپلې راتلونکې باندې لا ډیر ډاډ پیدا کړی دی.

حامدکرزي د دې په ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د نننیو تفاهم لیکونو له لاسلیک څخه خوښي څرګنده کړه، هیله یې وکړه چې ټول دوستان په ځانګړي ډول هند په افغانستان کې لا ډیره پانګونه وکړي.

حامدکرزي وویل: هند له افغانستان سره په سختو شرایطوکې مرسته او همکاري کړې ده، زموږ په زرګونو ځوانان په دغه هېوادکې په لوړو زده کړو بوخت دي، هندي پانګوال او ماهرین د افغانستان په بیا رغونه بوخت دي او هند شاوخوا دوه میلیارده ډالره له افغانستان سره مرسته کړې ده چې د ژوند ټولې برخې د هغې له جملې څخه تعلیم، روغتیا، ټولنیزه وده، امنیت او دفاع احتوا کوي. افغانستان او هند ګډ برخلیک لري هغه برخلیک چې د سیمې ځوانان یې د نیکمرغۍ، سولې او ثبات لپاره په انتظارکې دي.

د هند صدراعظم من موهن سینګ په دغه خبري ناسته کې د هېواد د جمهوررئیس رهبري چې افغانستان له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې په ډیرو سختو شرایطوکې رهبري کوي، وستایله، وې ویل چې د ننګونو له شتون سره سره دی په دې باندې توانیدلی دی چې په تیرو لسو کلونوکې دکتنې وړ پرمختګونه ولري.

ده وویل چې د افغانستان له جمهوررئیس سره په مذاکروکې یې د یو ثبات لرونکي،
قوي، یوموټي، مستقل او نیکمرغه افغانستان لپاره ګډ نظرونه څرګند کړي دي.



د هند صدراعظم وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو په تطبیق
کې د پرمختګونو او د دغه سند په چوکاټ کې د اړیکو د پراختیا په باب یې له
جمهوررئیس سره خبرې کړي دي.



ده زیاته کړه: ما او جمهوررئیس حامدکرزي موافقه کړې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو ته چې ډیری یې دکرنې، وړو سوداګریو، کانونو او زیربناو په برخوکې دي، پراختیا ورکړو او همدا راز مو د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا د اړتیا په باب هم خبرې وکړې چې دا کار به د دواړو هېوادونو د لاډیرو همکاریو او ګټې
سبب شي.



من موهن سینګ څرګنده کړه: موږ نن د دغو تفاهم لیکونو په لاسلیک سره د افغانستان د خلکو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاو د لرې کولو لپاره د خپلو انکشافي وړو پروژو د پانګونې دریم پړاو پیل کړ.

دهند صدراعظم وویل: " ما د افغانستان جمهوررئیس ته څرګنده چې په ټولو برخوکېدوامدارنړیوال ملاتړ، په ځانګړي ډول له تروریزم سره مبارزه چې د افغانستان له ګاونډ څخه را ولاړ شوی دی، له افغانستان سره به مرسته وکړي چې خپلې ستونزې حل کاندي. "

من موهن سینګ روښانه کړه: " هند په افغانستان کې د ملت جوړونې په ځانګړي ډول حکومتوالۍ، امنیت او انکشاف او همدا راز د بشري حقونو په شمول د تیرو لسو کلونو د لاس ته راوړنو په ساتنې سره تل پاتې سولې ته د رسیدو په لاره کې له روانو هڅو څخه ملاتړ کوي. "

ده وویل چې هند د افغانستان له خلکو سره پاتې کیږي او زه ډاډه یم چې هند ته د جمهوررئیس کرزي سفر به، د دواړو هېوادونو ترمنځ عالي اړیکې لا پیاوړې کړي.

د هېواد جمهوررئیس ته نن سهار د هند د جمهوري ریاست په مقرکې د هند د جمهوررئیس او صدراعظم لخوا په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه غږول کېدل، رسمي هرکلی وویل شو.

بیا حامدکرزی او ملګری پلاوی یې د مهاتما ګاندي، یاد سیمې ته لاړ او هلته یې دګلو ګیدۍ کیښوده او دخاطرو په کتاب کې د مهاتما ګاندي د شخصیت په اړه څو سترونه ولیکل او لاسلیک یې وکړ.

همدا راز د هېواد جمهوررئیس نن د حاکم ایتلاف له مشرې سونیا ګاندي، د هند د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید او د هند په پارلمان کې د مخالف ګوند له مشرې مېرمن سوشما سوارج سره وکتل.

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن ماښام د مولانا ابوالکلام آزاد په لمانځ غونډه کې چې د هند د فرهنګي اړیکو د انجمن لخوا جوړه شوې وه، لکچر ورکړ.

په دغو مراسموکې چې" مولانا زموږ د دوران لپاره " تر عنوان لاندې پرځای شول، د هېواد جمهوررئیس د مولانا ابوالکلام آزاد د شخصیت د بیلابیلو ابعادو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvvei.uqe8tz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته