دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 52340
د ملي پولیسو ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ، ۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننگرهار ، میدان وردک ، غزنی ، پکتیکا ، پکتیا ، هلمند او فراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۲ تنه یی د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ او مهمات او یوه عراده موټرسایکل هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

د نشه یی توکو پر وړاندې مبارزه:
د نیمروز ولایت د ملی پولیسو منسوبانو تېره ورځ د نشه یي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي د زرنج ښار په اړونده سیمه کې هغه مهال ونیول ، چې غوښتل یې ۴۵ کیلوګرامه هیرویین له یاد ولایت مرکز زرنج ښار څخه بهر ولېږدوي. نیول شوې قاچاق وړونکي دم ګړۍ ملي پولیسو سره تر څیړنو لاندې دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbgfbs.rhb5ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته