دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 53864
پنیتا په کویت کې امریکايي پوځیانو ته وویل چې د افغانستان جګړه پای ته رسوي
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لیون پنیتا نن/ چهارشنبه/ افغانستان ته ترراروانېدو مخکې وویل چې د دغه هیواد ولسمشر بارک اوباما به په راتلونکو څو اوونیو کې پرېکړه وکړي چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې څومره عسکر پرېږدي.

پنیتا ونه ویل چې اوباما د څومره پوځیانو پر پرېښودلو غور کوي، خو نورو جګپوړو امریکايي مامورینو ویلي ممکن د شپږ زره او لس زره ترمنځ عسکرو پر پرېښودلو سلا وشي.

پنیتا دا څرګندونې په کویت کې د امریکايی پوځیانو په اډه کې په یوه الوتکه کې شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو ته وکړې.

حاضر دمه په افغانستان کې د امریکايی پوځیانو شمېر ۶۶ زره دی.

د افغانستان حکومت او امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايی پوځیانو د ماموریت د څرنګوالي، د هغو د مېشتېدو د ځای او نورو مربوطو چارو په باب خبرې کوي.

د افغانستان ولسمشر روانه اوونۍ وویل چې که امریکا د افغانستان د سرحدونو د دفاع ژمنه وکړي حاضر دی چې د افغان قوانینو په وړاندې د امریکايي پوځیانو مصونیت ومني.

امریکا د نړۍ په څه باندې یو نیم سل هیوادونو کې پوځیان لري خو که امریکايي پوځیان هر جرم وکړي د دغو هیوادونو د قوانینو پراساس نه بلکې د امریکا په خپلو پوځي محکمو کې محاکمه کېږي.

په افغانستان کې به د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو ماموریت له تروریزم سره مبارزه او د افغان ځواکونو روزنه وي.

د افغانستان ولسمشر په دې ټینګار کوي چې امریکايي پوځیان دې د تروریزم پرضد مبارزه د افغانستان په کلیو کې نه کوي. د افغان ولسمشر په وینا که امریکا له ترهګرۍ سره مبارزه کوي نو د افغانستان له پولو دباندې دې د ترهګرو ځالې ورانې کړي.

پنیتا په کویت کې له دېره امریکايي پوځیانو څخه مننه وکړه او هغوی ته یې وویل چې امریکا د افغانستان اوږده جګړه پای ته رسوي.


پنیتا د کویت له سفره وروسته افغانستان ته راغی چې د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره وویني
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoj0k.yt0s96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته