دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۴۳
د مطلب کود : 56376
ایساف وایي، په تیرو درېیو میاشتو کې د طالبانو د جګړې په کچه کې ۲۰فیصده کموالی راغلی
ایساف وایي، په تیرو درېیو میاشتو کې د وسله والو طالبانو د جګړې په کچه کې شل فیصده کموالۍ راغلی دی.

د دغو ځواکونو ویاند ګوڼټرکټز دې مسالې ته نن په یوې خبري غونډه کې اشاره وکړه:

(په وروستیو دریو میاشتو کې مونږ د مخالفینو د حملو په کچه کې شل فیصده کموالی وینو، زه فکر کوم دا د پام وړ شمیره ده، د مخالفینو فعالیتونه په ښکاره توګه له منځه تللي.)

نوموړی وایي، اوس مهال د افغانستان جګړه پنځوس فیصده یوازې په اولسو ولسوالیو کې متمرکزه ده او زیاته یې کړه، چې وسله والو مخالفینو خپل پوځي وړتیا له لاسه ورکړې ده .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepx8n.jh8pfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته