دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 57389
د افغانستان د دفاع وزير د يوه هيت په مشرۍ پاکستان ته تللی دی
تاند -د افغانستان د دفاع وزير د يوه هيت په مشرۍ پاکستان ته تللی دی. 
د افغانستان دفاع وزیر بسم الله خان محمدي له یوه جګپوړي پلاوي سره په پنځه ورځني سفر پرون/یکشنبه/ اسلام اباد ته ورسېد.

د پاکستان د اې پي پي خبري اژانس د دغه هیواد د پوځي سرچینو په قول وویل چې جنرال بسم الله خان محمدي به په دې رسمي سفر کې د پاکستان له پوځي او ملکي مشرانو سره وویني.

د بسم الله محمدي په مشرۍ افغان پلاوی به د پاکستان بېلابېلې ادرې هم وویني.

د افغانستان دفاع وزیر بسم الله محمدي او ورسره ملګري پلاوي د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ د چک لالا هوايي اډې ته له رسېدو سره سم د پاکستان د پوځ د روزنې او ارزونې له عمومي رييس ډګرجنرال راحل شریف او نورو جګپوړو پوځي چارواکو سره خبرې وکړې.

د افغانستان دفاع وزیر په داسي وخت کې پاکستان ته تللی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د طالبانو د خلاصون د ځرنګوالي پر سر څه نا څه بې باوري رامنځته شوې ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا او ځینو دولتي چارواکو ویلي چې پاکستان باید له خپلو محبسونو څخه خلاص کړي طالبان د افغانستان دولت ته وسپاري. د دوی په وینا په دې اړه هیڅوک مالومات نه لري چې طالبان له خوشي کېدو وروسته چیري ځي.

په خوشي شویو طالبانو کې یو هم ملا نورالدین ترابي دی چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د عدلیې وزیر و. ترابي پرون په یوه لیک کې، چې د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ولېږه، ویلي چې ټولو بندي طالبانو په خپل منځ کې سلا کړې چې د خپلو راتلونکو اقداماتو او دریځونو په اړه به وروسته له دې پرېکړه وکړي چې ټول بندي طالبان خوشي شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا اسلام اباد د افغانستان، پاکستان او د سیمې د یوشمېر نورو هیوادونو د دینی عالمانو د کنفرانس په جوړېدو کې پر نه همکارۍ تورن کړی دی او ویلي یې دي چې د پاکستان د نه همکارۍ له کبله به دا کنفرانس، چې ټاکل شوې وه، په نن سبا کې جوړ شي، په ځنډ دایر شي.

وسله والو طالبانو دیني عالمانو ته په دې کنفرانس کې د ګډون په وړاندې سخت خبرداري ورکړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhtei.uqeaoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته