دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 64112
په یونان کې د سختو مالي اقداماتو له امله د اعتصاب غوښتنه شوې ده
د یونان تر ټولو لويو تجارتي اتحادیو د څلورویښت ساعتونو لپاره د خپل حکومت د سختو مالي اقداماتو له امله د اعتصاب غوښتنه کړې ده.
دې اعتصاب په یونان کې د عامه ترانسپورت بهیر ګډوډ کړی. د اورګاډو او بیړیو خدمتونه نه تر سره کېږي. ټاکل شوې، چې یو لاریون به د اتن په مرکزي برخه کې د بې روزګاري او د حکومت د هغه پلان پر ضد په اعتراض کې وشي، چې د دوه زره څوارلسم کال تر پایه یي د پینځلس زره ټولنیزو خدمتونو د کارونو د ختمولو په باب جوړ کړي دی.
نیکولاس پوپودوپولاس چې خپل کار یي د لاسه ورکړی دی اعتراضونو ته چندان هیلمن نه دی:

((کله چې په دې باب لا دمخه فیصله شوې نو دا ټول اعتراضونه سمبولیکه بڼه لري، خو بیا هم ښه ده دوی خپله هڅه کوي.))

د اروپايي اتحاديي د ارقامو له مخې چې د سې شنبې په ورځ یي خپاره کړي په دې هېواد کې بې روزګاري ډیره زیاته ده او په سلو کې تر اوه ویشت اعشاره دوو ته رسیدلی ده. په ځوانانو کې بیا ښي چې په سلو کې شپیته یې کار نلري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb58b0.rhba8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته