دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 64279
په میدان وردګو ولايت د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي
د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د جغتو ـ غزني په لویه لاره نن ( شبنه ) نږدې لس بجې د وسله والو طالبانو یو قوماندان نورمحمد د خپل یو بل ملګري سره هغه مهال ووژل شول،کله یې چې د یادې لویې لارې سړک ترغاړې د ماین د ځآی پرځآی کولو پرمهال پرې یاد ماین وچاودیده .
د یوبل خبر له مخې تېره ورځ د میدان وردګو ولايت د سیداباد ولسوالۍ په پیرخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو بل قومندان مولوی عزیز الزحمن ووژل شو او د هغه یو بل ملګری هاشم ژوندی ونیول شو.
په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .
په همدې حال کې د جلریز ولسوالۍ د خروټي په سیمه کې د مهماتو یو زیرمتون چې په کې د اتیا فیره د د دوه اتیا ملي متري توپ مرمۍ،د راکټ انداز اته فیره،د پنځه اویا ملي متري توپ څلورفیره،د زیګویک اولس بکسې مرمۍ او نور مهمات شامل دي ترلاسه کړي دي.
اخوا امنیتي ځواکونو د دې ولايت په بېلابېلو سیمو کې یولس حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او لمنځه وړي دي.
د یادونې وړده چې تېره ورځ ناوخته د جلریز ولسوالۍ د کوتل په سیمه کې د یوې ترافیکې پیښې له امله څلور ملکي وګړي ټپیان شوي،چې د درملنې په موخه د کابل ولايت مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf10dv.w6djeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته