دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 66586
میدان وردګو ولایت کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې نن (سې شنبه) د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې چې د چاریکا او ملا کاکا په سیمو کې ترسره کړل درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
د امنیتي ځواکونو په دغه عملیاتو کې د وسله والو طالبانو څخه دوه میله نارنجک،دوه میله کلاشینکوف،دوه لاسي بمونه او څلور عدده شاجرونه هم د امنیتي ځواکونه لاسته ورغلي دي .
د یو بل خبر له مخې د سیداباد ولسوالۍ په کچ قلعه سیمه کې درې وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول .
دغه وسله والو طالبانو غوښتل چې نن سهار (سې شبنه) په لویه لاره د تخریبي اعمالو په موخه ماینونه ځای پرځای کړي،چې د ماینونو کېښودلو پرمهال یې پرې خپله چاودنه کړې چې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان پخپله وژل شوي او نور کوم چاته زیان ندی اوښتی .
همدا راز امنیتي ځواکونو د مرکز میدان اړوند د چارکه په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې سل کیلوګرامه چاودیدونکي توکې ترلاسه کړي او په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې نهه حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او پرته له کوم زیان اړونې له منځه وړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciqwaq.t1aqv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته