دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۳
د مطلب کود : 67812
د فاریاب پوهنتون په لیلیې کې د ګازو د دوو ډبو په چاودنه کې ۱۸محصلین ټپیان شول
د فاریاب پوهنتون په لیلیې کې نن غرمه مهال د ګازو د دوو ډبو په چاودنه کې اتلس محصلین ټپیان شول.
د فاریاب د پوهنتون مرستیال فیض الله قادري آزادي راډيو ته وویل، چې د ګازو دا ‌ډبې د هوا د ګرمیدو له امله چاودلي.
د میمنې د ولایتي روغتون ډاکټران وایې، د څلورو ټپي شویو محصلینو حالت نازک دی خو پاته نور یې سطحي سوځیدلي دي.

اوس مهال د فاریاب پوهنتون په لیلیې کې شاوخوا ۳۶۰ محصلان اوسیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5wb0.rhbz8p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته