دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 69356
د بغلان د پورکې ولسوالۍ امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې ووژل شو
چارواکي وایي د بغلان د بورکې ولسوالۍ امنیه قومندان "حبیب الرحمن" نن له غرمې مخکې له خپلو درېیو ساتونکو سره د سړک د غاړي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د بغلان د نهرین ولسوال عبدالفتاح هاتف ته وویل؛ چې دا پيښه د نهرین ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيښه شوه او د نوموړي یو ساتونکی ټپي شوی هم دی.
د یو بل خبر له مخې د پروان چارواکي وايي؛ چې په دې ولایت کې د تیلو د ټانکر په چاودنه کې دوه کسه ټپیان شول.
د پروان د والي ویاندې روشنا خالد آزاډي راډیو ته وویل؛ چې له دې ټانکر سره یو آهن روبا لرونکی ماین نښلول شوی وو.
دې زیاته کړه چې، په دې چاودنه کې خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3w93.ak9yn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته