دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۲۲:۱۹
د مطلب کود : 70315
د ملي شورا ګډې کمېټې د انتخاباتو د کمیسیون د قانون طرحه تصویب کړه
د ملي شورا ګډې کمیټې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل، دندو او صلاحیتونو د قانون طرحه تصویب کړه.
د مشرانو جرګې غړي حافظ عبدالقیوم چې د دې کمیټې غړیتوب هم لري آزادي راډیو ته وویل؛ چې ټاکل شوې ده دا طرحه نن (شنبې) جمهور رییس ته د توشیح لپاره واستول شي.
"په تیرو دوو جلسو کې موږ و توانیدلو چې، اختلافات لرې کړو او نن مو دا قانون په بشپړ ډول تصویب کړ او انشاالله دا به جهوري ریاست ته واستول شي؛ څو جمهور رییس یې توشیح کړي."
د ملي شورا د ګډې کمیټې غړي د انتخاباتو د قانون پر ځینو اختلافي مواردو هم موافقې ته رسیدلي دي.

ټاکل شوې ده، ګډه کمیټې سبا ته په دې اړه بحث وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdks05.yt0zf6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته