دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 71056
حامدکرزي د پکتیکا په ولایت کې په یوه جومات باندې د طالبانو لخوا بمي برید په کلکه وغانده
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د پکتیکا په ولایت کې په یوه جومات باندې بمي برید په کلکه وغانده او هغه یې د اسلام او د افغانستان د دښمنانو کار وباله.
د پکتیکا د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، تېره شپه د طالبانو یوې وسله والې ډلې د دغه ولایت د یوسف خيلو ولسوالۍ جامع جومات ته هغه مهال لاسي بمونه وغورځول چې شاوخوا دوه سوه تنه د تراویح په لمانځه ولاړ و چې له امله یې نهه تنه لمونځ کوونکي ټپیان شول.
حامدکرزي دغه برید په کلکو ټکو وغانده او هغه یې په اسلام او مسلمانانو باندې برید وباله، وې ویل: د روژې په دې مبارکه میاشت کې په جومات او لمونځ کوونکو برید له اسلام او مسلمانانو سره له دښمنۍ پرته بله معنی نه لري چې ترسره کوونکي به یې د لوی خدای له عذاب او د افغانستان د مسلمان ملت له کرکې او نفرت څخه بل څه ترلاسه نه کړي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3z9u.ak9qn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته