دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۹
د مطلب کود : 73209
د افغانستان او پاکستان د مالیی د وزیرانو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا باندی موافقه وشوه
د افغانستان د مالیی د وزیر حضرت عمر زاخیلوال او د پاکستان د مالیی د وزیر محمد اسحاق ډار لخوا نن د افغانستان د جمهورریس حامدکرزی او د پا کستان د صدراعظم میانواز شریف په حضورکی د دواړو هیوادونو ترمنځ د یو شمیر اقتصادي پروژو او همکاریو د پراختیا سند لیک لاس لیک شو.
د دغه سند له مخی به افغانستان او پاکستان په ګډه د کونړ د سیند له پاسه د بریښنا بند جوړوي چی له بشپړیدو وروسته به دواړه هیواد ونه د دغه بند له بریښنا څخه ګټه اخلي.
همدا راز د دغه سند له مخی به د چمن – کندهار او پیښور – جلال آباد ترمنځ د اوسپنی پټلی د غزولو چاری ګړندی شي.
د دی سند په اساس به پاکستان په افغانستان کی خپلی ټولی نا بشپړی پروژی بشپړوي چی د تورخم – جلال آباد د دوهم سړک د چارو بشپړول هم پکی شامل دي.
افغانستان به له تاجکستان او قرغزستان څخه د خپلی خاوری له لاری پاکستان ته د بریښنا د مزو د غزولو او منځنی اسیا ته د پاکستان د سوداګریز توکو د لیږد لپاره لازمی آسانتیاوی برابری کړي.
د دغه سند له مخی به له پیښور څخه تر کابله پوری موټر وی امتداد پیدا کړي او د دواړو هیوادونو د سوداګرو ترازیتي او ترانسپورتي ستونزی به په دوه اوونیو کی حل شي.


سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3ray.t1apu26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته