دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 74637
ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان یو مهم جنرال ووژل شو

تاند- دپاکستان د پوځ یو جګپوړی چنرال له دوو نورو پوځیانو سره پرون ډیورند کرښې ته نژدې د پوځ د پوستو له لیدلو د بېرته ستنېدو په مهال د سړک د غاړې په چاودنه کې ووژل شو.
تورنجنرال ثنا الله، چې د سوات د فرقې عمومي قومندان و، له ډګرمن توصیف او یوه عسکرسره په (بر دیر) کې د بن شاهي سیمې ته نژدې د سړک د غاړې د چاودېدونکو موادو د چاودنې په نتیجه کې ووژل شول.
دوی په پوله کې د پوستو له کتلو وروسته بېرته ستنېدل چې په لاره کې یې چاودنه وشوه.
دا په ډېرو کلونو کې لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ دومره جګپوړی افسر وژل کېږي.
دا پوځي چارواکی په داسي وخت کې ووژل شو چې د پاکستان حکومت له خپلو مخالفو وسله والو طالبانو سره خبرو ته تیاري نیسي.
له وسله والو مخالفانو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو په جګړو کې تراوسه پوري شاوخوا پنځوس زره تنه وژل شوي چې د هغوی په منځ کې پنځه زره امنیتي ځواکونه دي.
جنرال ثنا الله او بریدمن توصیف یوه ورځ وروسته له دې ووژل شول چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت اعلان وکړ چې له ملاکنډ څخه به له راتلونکې میاشتې د پوځ تدریجي وتل پیل شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefp8f.jh8exi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته