دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 74703
حامد کرزي جنرال ظاهر ظاهرد کابل د امنیې قومندان په توګه وټاکه

جمهور رییس حامد کرزي جنرال ظاهر ظاهر چې د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي تحقیقاتو رییس و، د کابل د امنیې قومندان په توګه وټاکه.
د وزیرانو شورا د دارالانشا د چارو ادارې په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پریکړه د امنیتي چارو د مخته بیولو په هدف شوې ده.
مخکې تر دې ایوب سالنګي د کابل امنیه قومندان وو چې د جمهور رییس حامد کرزي د فرمان پر اساس د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په توګه و ټاکل شو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcipyay.t1a5u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته