دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 75198
د جرمني د صدراعظمې انګيلا مېرکل ائتلاف پارلماني انتخابات وګټل

د جرمني د صدراعظمې انګيلا مېرکل ائتلاف پارلماني انتخابات وګټل او دا، د درېيمې دورې لپاره د اروپا د دې تر ټولو لوى اقتصادي هېواد صدراعظمه شوه.
بشپړ نتايج ښيي چې د ميرکل محافظه کار کرسشين ډيموکرات ګوند او د هغه متحد کرسشين سوسيال اتحاد د پرونيو انتخاباتو ٤١نيم فيصده رايې ګټلې دي.
مېرمن مېرکل پرون په برلين کې دا د خوشحالۍ شېبه وبلله:
”زه بس دا وايم چې خوشحاله يم او خوښي به دا قوت راکړي چې په راتلونکو کلونو کې دغه هېواد يوه ښه لوري ته رهبري کړو. موږ ډېر مسووليتونه لرو، خو يقيناً ترسره کولاى يې شو. مننه“
د نتايجو له مخې ميرکل به له کڼ اړخي سوسيال ډيموکرات ګوند سره پر ائتلاف کولو خبرو اترو ته مجبوره وي، چې په دغو انتخاباتو کې د څه کم دېرش فيصده رايو په ګټلو سره په دويمه درجه کې راغلى دى.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6znq.23nmwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته