دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 76557
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اعدام د سزا د دریدو غوښتنه کړې
اروپايي ټولنې د اعدام په وړاندې د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د اعدام د سزا د دریدو غوښتنه کړې.
د بشري حقونو په اړه په یوه سیمنیار کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د هیات مشر او خاص استازي فرانز میشل ملبن وویل، افغانستان د هغو کمو هیوادونو په ډله کې راځي چې د اعدام سزا په کې تطبیق کیږي او دا ورځ ځکه په دغه هیواد کې لمانځل کیږي چې د اعدام په ضد د اروپايي ټولنې په ښکاره دریځ پوه شي.
نن د اکتوبر لسمه د اعدام په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د افغانستان په زندانونو کې په لسګونو کسان په اعدام محکوم شوي دي. 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqmnq.23n-mdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته