دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 80729
د کورنیو چارو وزارت د افغان پولیسو د روزنې په اړه د روسیې طرحه څېړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روسیې پر هغه طرحه څېړنې کوي، چې غواړي افغان پولیس په خپله خاوره کې وروزي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په وروستۍ غونډه کې ویلي؛ له افغانستانه دباندې ګواښونو ته په پام سره دوی چمتو دي؛ چې افغان پولیس په خپله خاوره کې وروزي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي؛ چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کوښښ کوي؛ چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.
د پوځي چارو څېړونکي وايي، له افغان ځواکونو سره د ټولو هیوادونو مرستې تر هغه وخته مهمې دي؛ چې کوم شرایط یې پر افغان دولت نه وي ایښی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdn50j.yt0zx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته