دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 88077
شيرزی: کرزى د يوه ځانگړي کانديد ملاتړ کوي
ښاغلي شیرزي د ولسمشرۍ پر بل نوماند زلمي رسول نقد وکړ او ولسمشر کرزی يې مخامخ د هغه ملاتړی وباله خو اشرف غني يې د ماليې وزارت له ملا تړه برخمن بللی.
په همدې حال کې د افغانستان راتلونکې ولسمشرۍ ته کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کې د خلکو له ګڼې ګوڼې ډګې سيمې ته ورغی او مخامخ یې ورسره خبرې وکړې.
نعمت الله کریاب په خپل رپوټ کې وايي ګل اغا شیرزی د ولسمشرۍ لومړنى نوماند دی چې لوېدیځ هرات ولایت ته ورځي.
دغلته ښاغلي شیرزي د ولسمشرۍ یو بل نوماند زلمی رسول د ارګ په ملاتړ تورن کړ او د هغه پر شخصي ژوند يې نیوکې وکړې.
ښاغلي شیرزي خپل دغه سیال د لوېدیځ لاسپوڅی وباله او حکومت يې په فساد او ټاکنو کې پر لاس وهنو تورن کړ.
ښاغلي شیرزي وویل "یوشمېر نوماندان دي، نوم به يې واخلم زلمی رسول نومېږي، له لوېدیځ نه راغلی غواړي چې د دې هېواد باچا شي. کرزي صیب هم خپل ورور ورته تېر کړ، کرزی صیب غواړي چې ریموټ کنټرول په خپل لاس کې ونیسي او له ده نه د یوه تلویزیون په څیر کار واخلي. دغه فاسد رژیم او فاسد وزیران چې په نړۍ کې اعلان شول بیا نو څنګه کولی شي چې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي. تاسو باید فکر وکړئ او ډېر احتیاط وکړئ."
ښاغلي شیرزي همدا راز د ماليې وزارت د اشرف غني احمد زي په ملاتړ تورن کړ.
خو د ولسمشرۍ دفتر د وړاندې په څېر د کوم نوماند د ملاتړ خبره نه ده منلې او ویلي يې دي چې د هېڅ یوه نوماند پلوي نه کوي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له بي بي سي سره په خبرو کې دا هسې ادعاوې وبللې او ویې ویل چې له نوماندانو سره لېدل د دې مانا نه لري چې ولسمشر دې له کوم یوه ملاتړ کړی وي.
تر دې وړاندې عبدالله عبدالله هم پر حکومت ورته نیوکې کړې وي او په دې وروستیو کې د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون هم د ګڼو سرغړونو خبره کړې وه.
په همدې حال کې نن (مارچ ۱۸مه) ډاکټر اشرف غني احمدزى د کابل منډيي ته ورغلی و او هلته يې له خلکو سره مخامخ خبرې وکړې چې دا پر ځان د خلکو د ورماتولو د خپل ډول کم سارې چاره ده.
په همدغه کابل کې بیا یو شمېر خلک د هدایت امین ارسلا په ملاتړ ټول شوي وو او بل پلو د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې ګڼو ځوانانو په خپل لګښت د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ مبارزه پیل کړې ده.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د اپريل په پنځمه نېټه ترسره کېدونکې دي.
دغو ټاکنو کې ١١ کانديدان وو خو قيوم کرزى د زلمي رسول لپاره له خپلې نوماندۍ تېر شو.
د دفاع پخوانى وزير جنرال رحيم وردگ هم له نوماندۍ تېر شو خو ويې نه ويل چې د چا ملاتړ به کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchqvn6.23n6qdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته