دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۰۶
د مطلب کود : 88949
اروپايي اتحادیه: د افغانستان انتخابات یوه بله تاریخې پیښه ده
د اروپایي اتحادیي یو شمېر وزیرانو هیله څرګنده کړې، چې افغانان به له شخړو سره سره، د نن ورځې انتخاباتو کې په ستر شمېر کې ګډون وکړي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر مارتین لیدیګراد د یونان په مرکز اتن کې د اروپایي اتحادیي د وزیرانو له غونډې مخکې وویل، د افغانستان انتخابات یوه بله تاریخې پیښه ده.
زه پوهیږم چې په افغانستان کې وضعه بیخي ښه نه ده، خو هیله من یم چې افغانان به له امنیتي ستونزو سره سره، په زیات شمېرکې په رایو کې ګډون وکړي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمرمانس وویل، په افغانستان کې لا هم د شخړو په برخه کې یو شمېر جدي ستونزې شته، خو له بلې خوا، دا هم د خوښی او هڅونې خبره ده چې زیات شمېر ځوان افغانان وینو چې د شخړو په نظر کې نیولو پرته، د رایو صندوقونو ته ځي.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لیدیګراد دا هم وویل، د ډيرې خواشینی ځای دی تر اوسه ځیني هغه مهم تړونونه نه دي لاسلیک شوي چې له مخې به یي بهرني ځواکونه په افغانستان کې د روزنې او مشورې ماموریت لپاره پاته وي. ده هیله څرګنده کړه چې دا مساله ډیر ژر حل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf11dc.w6dcjaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته