دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۵۶
د مطلب کود : 94150
د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو ریاست لپاره نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په ننګرهار کې د سرحدونو او قبایلو ریاست لپاره نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ د فول برایپ په نامه یوه شخصي شرکت ته په ټیکه ورکړل شوې وه، چې د اتو میاشتو په موده کې يې د رغونې چارې بشپړې کړې.
د دې شرکت یو تن مسول انجنیر عبدالشکور وايي، دغه ودانۍ په دوه پوړونو کې جوړه شوې ده، چې په ټوله کې څه باندې لس میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د دې ودانۍ په پرانست غونډه کې د ننګرهار والي مولوی عطالله لودین وویل، چې دوی هڅه کوي خواره واره قومونه د پخوا په څير راټول کړی او په دې ولایت کې د جرګو او مرکو دود را ژوندی کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzq9y.ak9tn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته