دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 94514
جمهور رئیس حامد کرزی یو ځل بیا پر افغان طالبانو غږ کوي چې د پردیو د لاس آله ونه ګرځي
د افغانستان جمهور رئیس د هلمند وروستۍ جګړه د پردیو هېوادونو د یوې پراخې طرحې یوه برخه بولي چې د افغانستان د تضعیف لپاره جوړه شوې ده. په دغه جګړه کې په زیاته کچه ملکي وګړو ته ځاني او مالي تاوان رسېدلی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی یو ځل بیا پر هغو طالبانو چې افغانان او ددې خاورې بچیان دي، غږ کوي چې د پردیو د لاس آله ونه ګرځي، د پردیو د اهدافو لپاره د افغانستان د خلکو، په تېره د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې باعث نه شي او د څو پوځي پوستو د نیولو لپاره عامو خلکو ته تاوان ونه رسوي.
جمهور رئیس حامد کرزی د هېواد اتل امنيتي قوتونه چې د هېواد په دفاع بوخت دي، د خپلو خلکو د ژوند او مال ساتونکي ګڼي او لارښوونه ورته کوي چې په هر ډول عملیاتو کې د عامو خلکو له ځان او مال څخه په کلکه محافظت وکړي.
د هېواد جمهور رئیس ټولو اړوندو ادارو ته یو وار بیا هدایت کوي چې د شهیدانو کورنیو، بیځایه شویو خلکو او زیانمن شویو وګړو ته د مرستو په رسولو کې بېړه وکړي او له پوره دقت څخه کار واخلي.#
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcaymno.49ny61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته