دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 96441
۵۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې لغمان ، بغلان ، فاریاب ، سرپل ، کندهار ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، غزنی  او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵۸ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ، ۳۸ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه  وسلې ، مهمات  او چاودیدونکې توکې  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb8ab9.rhb0ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته