دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 96556
امریکايي الوتکو د عراق په ایربل کې د اسلامي دولت توپخانه بمبار کړه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اګست پر اومه نیټه پر عراق د دې لپاره د هوایي بریدونو تر سره کول منلي وو؛ چې په ایربل ښار کې د متحده ایالاتو پوځیان او ډیپلوماټیک پرسونل خوندي کړي او هم د دوی په خبره د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د ډله ییزې وژنې مخه ونیسي.
تر همدې اعلان یوه ورځ وروسته امریکایي الوتکو د عراق په شمال کې ایربل نومي ښار ته نژدې د اسلامي دولت توپخانه په نښه کړه.
د امریکا الوتکو وړاندې یزیدیانو ته چې زرګونه کسان یې په مونټ سینجار کې د یاغیانو له خوا کلا بند شوي وه؛ د هوا له لارې مرستې ورکړې وې.
د سپینې ماڼۍ ویاند "جوش ایرنسټ" پرون ویلي؛ تر هغو چې په عراق کې یو پراخ بنسټی حکومت جوړیږي؛ امریکا به په عراق کې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره پر هوایي بریدونو تمرکز وکړي.
جوش ایرنسټ پرون په واشنګټن کې یوې خبي غونډي ته وویل چې؛ د امریکایي پرسونل خوندیتوب د دوی لومړیتوب دی.
"په عراق کې د امریکایي پرسونل خوندیتوب یو عمده لومړیتوب دی او هغه د پوځي ځواک په کارولو ارزي او دوهم یې په هغه بشري وضعیت پورې اړه لري چې په سینجار غرونو کې روان دی."
ایرنسټ وایي، له عراق سره به هیڅ ډول اضافي مرسته او ملاتړ ونه غڅول شي او نه به هم د امریکا ځمکني ځواکونه د عراق په چارو کې ښکیل شي.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې؛ عراق له یوه دردوونکي بشري کړکیچ سره مخامخ دی او د ډله ییزې وژنې د خطر خبره یې وکړه.
"د عراق د راتلونکي خطرونه باید ډېر نه شي؛ اوسنی کړکیچ دوی په ځانګړي ډول تر فشار لاندې نیولی دی. د یزیدیانو او مسیحیانو په ګډون د بیګناه وګړو پر وړاندې د عراق او شام اسلامي دولت تروریستي کمپاین او د هغوی د تاوتریخوالي اقدامات د یوې ډله ییزې وژنې د خبرداري نښي دي."
د اسلامي دولت وسله والو په په جون میاشتې کې د عراق د دوهم لوی ښار موصل تر نیول کېدو وروسته د هغه هیواد په شمال کې نور پرمختګ هم وکړ؛ کردي ځواکونه یې شاته کړل او د ایربل ښار شپیته کیلومترۍ ته ورسیدل.
لسګونه زره یزیديان او مسیحیان د اسلامي دولت ځواکونو تر پرمختګ وړاندې له خپلو کورونو وتلي وو.
دغې ډلې د اګست پر اومه نیټه ویلي وو چې؛ دوی د عراق اولس ښارونه، ښارګوټي او اهداف نیولي دي.
راپورونه وایي، په ایربل ښار کې شاوخوا درې زره مسیحي کډوال پراته دي.
د امریکا د دغه برید په لومړني غبرګون کې د عراق د پوځ لوی درستیز ویلي چې؛ تمه لري د دغي وسله والې ډلې څخه نیول شوي سیمې بېرته د دوی تر کنټرول لاندې راشي.
تورن جنرال بابکر زیباري ویلي؛ په راتلونکي کې به ډیر لوی بدلونونه راشي.
په همدې حال کې په عراق کې د یوه بانفوذه شیعه روحاني مشر آیت الله علي السیستاني یوه استازي ویلي؛ دعراق د حکومت د ملاتړ لپاره لا نورو نړیوالو اقداماتو ته اړتیا ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciqwa3.t1aqw26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته