دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 96563
امریکايي الوتکو په داعش بمبارۍ وکړې
د اسوشیټيد پریس د راپور له مخې د پنتآګون ویاند جان کربي وویل امریکايي الوتکو پرون د جمعې په ورځ دوه ځله اربیل ته څيرمه د داعش سنګرونه بمباري کړل .
په راپور کې راغلي امریکايي الوتکو همداراز د داعش یو موټریز کاروان هم په نښه کړی دی .
په راپور کې ویل شوي دوه ایف اې ۱۸ ډوله جنګي جیټ الوتکو دوه ځله په فارس خلیج کې له امریکايي بیړۍ الوتنه وکړه او پر داعش ېې حملې وکړې .
راپور وايي دا له داعش سره د مبارزې لپاره د اوباما د ژمنې پوره کول دي .
ویل شوي له دې حملې موخه په اربیل کې د داعش له خوا د کردانو د محاصرې ختمول دي او غواړي د داعش په وړاندې د اربیل دفاع وکړي.
تر اوسه مالومه نه ده چې په دې بمبارۍ کې څو تنه وژل شوي دي .
په یوه بل خبر کې هم ویل شوي د عراق د فوځ الوتکو هم د موصل په سنجار سیمه کې د داعش پر سنګرونو بمبارۍ کړې چې په ترځ کې ېې د ابو بکر البغدادي د یوه مرستیال په ګډون ۴۵ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان دي .
ویل شوی دا مرستیال ابو العربي نومیه او د مصر تبعه ؤ همداراز امریکا د عراق پر سر خپلې ټولې ملکي الوتنې لغوه اعلان کړې دي .
دا پریکړه د داعش پر سنګرونو د امریکا له هوايي حملو څو ساعته وروسته شوې .
د پریکړې لامل په عراق کې د جګړې دوام ښودل شوی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgwn9y.ak9334g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته