دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 96683
د وسله والو مخالفینو د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د وسله والو مخالفینو د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک او نرخ ولسوالیو کې تېره شپه د هوایې بریدونو او نښتې په ترڅ کې د دوو قوماندانو په ګډون ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی،همدا راز د ملي اردو ۵ سرتېرې هم شهیدان شوي او دوه ملکي وګړې ټپیان شوي دي .
د نرخ ولسوالۍ به اندړو سیمه کې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې د ملي اردو ۵ سرتېرې هم شهیدان شوي دي .
د یو بل خبر له مخې د میدان ښار په فاروقیانو او د چک ولسوالۍ په فقیري سیمو کې د بېلابېلو هوایي بریدونو په ترڅ کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۶ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .
په چک ولسوالۍ کې همدا راز د هوایې برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ دوه کوچي وګړي هم ټپیان شوي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjtmeh.uqemoz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته