دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 99853
افغان کریکټ الف لوبډله په آسیايي لوبو کې پایلوبې ته ووته

افغان کریکټ الف لوبډلې لومړی هانګ کانګي لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
نن افغان الف لوبغاړي په توپ اچونه کې ډېر ښه وځلېدل. هانګ کانګي لوبغاړو نه شو کولای چې منډې وکړې.
دغې لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې په ډېرې سختۍ ۸۸ منډې جوړې کړې.
د کریم صادق توپ اچونه ډېره د پام وړ وه. کریم خان په دوو اوورونو کې څلور منډې ورکړې خو دوه هانکانګي لوبغاړي هم وسوځول.
محمد نبي عیسی خیل او نسیم بړیڅ هم دوه دوه لوبغاړي وسوځول. فرید ملک او امیر حمزه بیا یو یو لوبغاړی له مخې لېرې کړل.
د لوبې په اوږدو کې باران وشو، چې د افغان لوبډلې لپار د اورونو شمېر پنځلسو ته او د منډو هدف هم ۷۲ ته راټيت شو.
نن بیا هم شهزاد محمدي د تېرې ورځې په شان ښه وځلېد او په ۲۸ توپونو یې ۴۱ منډې جوړې کړې او نا سوځېدلی پاتې شو. نجیب تره کي ۱۸ منډې وکړې.
په دې سره افغانستان دغه سیالي په اتو ویکټو وګټله په داسې حال کې چې لا یې هم ۲۱ نورو توپونه لرل چې ویې لوبوي.
په جنوبي کوریا کې د کریکیټ الف لوبډله یواځنۍ ورزشي ډله ده چې تر دې دمه یې افغانستان ته بریا ترلاسه کړې. نورو ورزشي ډلو تر اوسه کوم مډال نه دی ګټلی.
افغانستان به سبا په پایلوبه کې یا له بنګله دیش او یا هم سریلانکا سره مخ کیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbfwb9.rhb9sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته