دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 99991
جمهور رئيس احمدزي د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو له پوځ سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي نن سهار په داسې حال کې چې د دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي او لوی درستيز سترجنرال شېرمحمد کريمي هم حضور درلود، د افغانستان د ملي اردو د خاصو پوځي عملیاتو د فرقې له پوځ سره د ریشخور په سیمه کې وکتل.
جمهور رئيس، له دغو کومانډو پوځ سره د اختر مبارکۍ پر مهال د مننې په ترڅ کې وویل چې دوی د افغانستان د ویاړ وړ دي، چې په ډېرو سختو حالاتو کې يې د افغانستان ساتنه کړې ده.
په دغه کتنه کې جمهور رئیس کومانډو پوځ ته د ستونزو د حل او د اوصولو په پام کې ساتلو لپاره لازم اړین هدایات ورکړل.
جمهور رئيس احمدزي وویل چې له دې وروسته هېڅ قول اردو اجازه نه لري چې د کوماندو د خاصې فرقې پوځ له خپلې ټاکلې مودې ډېره په سیمه کې وساتي او ستاسو څخه به د یوې پیاده قوې په توګه کار نه اخیستل کيږي.
ډاکټر احمدزي زیاته کړه چې د بریدملانو د پرمختګ لپاره هغه مقرره باید ژر ترژره ترتیب شي چې دوی ته د افسر کېدو زمینه برابروي، همداراز هغه سرتېري چې په رضاکارانه توګه يې په کوماندو پوځ کې برخه اخیستې ده، د دولت لخوا به د مننې وړ وګرځي او خاص امتیازات چې په همدې برخه کې دي، ژر ترژره دوی ته هم ورکړل شي.
جمهور رئيس احمدزي په خپلو خبرو کې روان کال یو خاص کال وباله او دا يې وویل چې په دغه کال کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو بهير پای ته رسيږي او هغه وخت به افغان ځواکونه سل په سلو کې د دغې خاورې د ساتنې مسوولیت لري.
داکټر اشرف غني احمدزي د افغانستان پوځ ته دا ډاډ هم ورکړ چې په بریالۍ توګه د دندې له سرته رسولو سره سم به هغوی ته د دوی د خوښې وړ مډالونه ورکړي.
جمهور رئيس د تل پاتې سولې د عملي کولو په اړه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به د دغې خاورې د هر ماشوم او مېرمنې له حقونو څخه دفاع کوي.
ډاکټر احمدزي د افغانستان د ملي اردو پوځ ته د امنیتي قرارداد د محتوا د ساتلو په اړه ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ځواکونو ټول امکانات به برابروي او هغو ستونزو ته به د حل لاره ومومي چې په هوايي او نورو برخو کې موجودې دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezo8o.jh8ooi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته