دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۲:۰۲
د مطلب کود : 136524
د تاسف شکاره کول؛ د ۳۳ تنو وژل سوو ملکی کسانو د ژوند بها په قندوز کی
امریکایی ځواکونه په افغانستان کی قبول کړی دی چی ددی ځواکونو د هوایی حملو په واسطه د تیر کال د نوامبر په میاشت کی د قندوز په ولایت کی، ۳۳ تنه غیری نظامی وژل سوی او ۲۷ تنه نور هم ټپی سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس(آژانس) د خبر له مخی، امریکایی مقامات ویلی دی چی ددی وژل سوو کسانو په اړه متاسفه دی.

د تیر کال د عقرب په ۱۳ نیټه د پنج شنبی په ورځ امریکایی ځواکونه په قندوز کی هوایی حمله د افغان خاصو ځواکونو دملاتړ لپاره ترسره کړل چی ۳۳ تنه غیری نظامی کسان په هغه ولایت کی په شهادت ورسیدل.

امریکایی مقامات ویلی دی چی امریکایی او افغانستانی خاص ځواکونه د طالبانو د رهبرانو پسی وو چی په هغه محله کی حضور درلودی او په ناګهانی ډول سره تر حملی لاندی قرار ونیوی. دا ځواکونه د هوایی مرستی غوښتونکی سو او دهغه شپی د بمباری په نتیجه کی ډیر غیری نظامی کسان ووژل سو.

دا عملیات د افغانستان دخاص ځواکونو په واسطه د بز قندهاری په محله کی چی د پل آلچین ته نږدی د قندوز ښار په حومه کی قرا رلری ترسره سوی وو.

د هغه حملی په جریان کی دوه امریکایی سرتیری، دری افغان سرتیری او نږدی ۲۶ تنه طالبان ووژل سو.

د بی بی سی څخه په نقل سره، په هغه وخت کی د ملی دفاع وزارت ګزارش ورکړ چی ددی عملیاتو مقصد د طالبانو ارشد مقامات وو چی دهغوی د معلوماتو په نظر کی نیولو سره په دی منطقه کی سره یوځای سوی وو.
https://avapress.com/vdcgx39qtak9wn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته