دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۳۹
د مطلب کود : 151466
ترامپ؛ یو لوی ړنګیدنه!

حسن روحانی؛ د ایران ولسمشر، د ترامپ تازه سیاست اعلان په غبرګون وویل چی ایران ( تاجب ونه کړ ) او د ښاغلی ترامپ خبری شکاره کړ چی برجام د هغه څه څخه مستحکمتره دی چی دا ښاغلی په انتخاباتی رقابتونو دوران کی یی فکر کاوه.

هغه د ترامپ تصمیم سره د اروپایی قدرتونو مخالفت ته په اشاره سره وویل: امریکا نن د هر وخت څخه یواځی د برجام په وړاندی قرار نیولی دی. د ایران ملت په وړاندی خپل توطئو کی د هر وخت څخه یواځی دی.

حسن روحانی وویل چی داسی معلومیږی چی ښاغلی ترامپ نه پوهیږی هسته ای توافق یواځی د امریکا او ایران ترمنځ نه دی؛ بلکه یو بین المللی توافق دی.

هغه وویل: نه به برجام کی کوم بند اضافه سی او نه به هه کم سی.

هغه وویل چی ایران خپل موشکی برنامه پیاوړۍ کوی.

هغه د عربی خلیج عبارت څخه د ترامپ په خبرو کی نیوکه وکړه او وویل چی حتی د امریکا نظامیانو نقشه هم د فارس خلیج شکاره کوی.

ښاغلی روحانی وویل: تاسو نه سی کولای چی د ملت او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته کړی. نه سی کولای چی د ایران خلګو او هغوی محبوب رهبر ترمنځ واټن رامنځته کړی.

د ایران ولسمشر ديپلماتیک پياوړۍ او بلوغ ځواب د آمریکا بی ثباته او مجنون ولسمشر په وړاندی، شکاره کړه چی تراوسه نړۍ و آرامتیا او عقلانیت او ادب ته ارزښت ورکوی چی ځینی هیوادونو برخلیک باندی مسلط لیونیان نه سی کولای چی خپل مریض افکارو سره، اوسنۍ نړۍ مشکلات و یو لوی جنګ او نفرت او خشونت سره مخامخ کړی.

د ترامپ سخیف خبری بالخصوص هغه وخت چی متمدن او با کلتور مدنیت یی تروریست وبلل، شکاره کړ چی امریکا مریض ولسمشر حتی د دیپلماتیک ادب حد اقل څخه برخمن نه دی.

بنا پردی، حسن روحانی؛ ایران ولسمشر، په حق سره، ترامپ تاریخ، جغرافیا، بین الملل حقوق قواعدو او ادب ته دعوت کړ؛ ځکه چی د ترامپ خبری شکاره کړ چی هغه نه د امریکا په شان استعماری قدرتونو په وړاندی د ایرانیانو عزتمندانه مقاومت تاریخ څخه خبر لری، نه هم د ایران ځلاند مدنیت او کلتور څخه خبر لری او نه هم دا معلومات لری چی دا ایران نه دی چی په څو تیرو کلونو کی، ډیر ځلی نور هیوادونو باندی تیرۍ کړی دی، میلیونونه کسان مرګ لوری ته استولی دی، د لمړۍ ځل لپاره د جمعی وژنو تسلیحاتو څخه د جاپان بی ګناه غیری نظامی خلګو په وړاندی ګټه واخیسته او اوس هم نور هیوادونو باندی سلطه ګری او تجاوز مجرا څخه خپل اقتصاد تامینوی، خپل سیاست مخته وړی او خپل غیری مشروع قدرت مشروع او پیاوړۍ کوی.

ښاغلی روحانی، ترامپ د جغرافیا و ویلو ته دعوت کړ؛ ځکه چی هغه د خلیج فارس څخه چی په ټولو اسنادو او بین المللی مدارکو کی په همدی نامه یادیږی او حتی د امریکا په همدی نوی سیاست کی د ایران په وړاندی هم د هغه څخه خلیج فارس په نامه یادیږی، عربی خلیج وبلل او یاد کړ.

دا شکاره کوی چی د امریکا ولسمشر نفرت او انزجار او بدله حس د حقایقو د نه لیدو سبب ګرځیدلی دی؛ بنا پردی، د ښآغلی روحانی په تعبیر سره، اړتیا  سته چی هغه یو ځل بیا جغرافیا کتاب ولولی او یا هم امریکا نظامی قوماندانانو ختیار کی چی نقشی دی، یو نظر وکړی!

د ترامپ اخیر موضع ګیری د برجام په وړاندی په عینی حال کی شکاره کوی چی هغه د بین المللی حقوق لمړیو اصولو څخه هم هیڅ خبر نه لری. هغه فکر کوی چی کولای سی امریکا باندی ولسمشرتوب هم خپل شخصی کار او کسب په شان مدیریت کړی او هر وخت چی یو اراده وکړی یو معامله له منځه یوسی!

خو بین الملل حقوق به ترامپ ته د برجام په وړاندی دا اقدام ته اجازه ورنه کړی؛ ځکه چی برجام د ایران او آمریکا ترمنځ توافق نه بلکه یو بین المللی او څو اړخیزه سند دی.

اضافه پردی، د ترامپ خبری شکاره کړه چی هغه حتی انسانی او دیپلماسی شؤون لمړیو اصولو څخه هم محروم دی؛ ځکه چی سخیف او یو ملکی معاملاتو تاجر ادبیاتو ته په توسل سره، خپل خلګو او تاریخ او هیواد ته سپکاوی وکړ.

https://avapress.com/vdciqzazqt1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې