دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 167770
جنبش روشنایی؛ هغه حماسه چی ناتمامه پاته شوه

 
د ۹۵ کال اسد دوهمی دهمزنګ خونړیزه فاجعه په لړ کې، هر کال دا ورځ د یو لوی جنبش او خلګو یوځای کیدو سره ګره خوړلی دی چی د فاجعه وروسته لکه څنګه چی انتظار یی کیدله، لومړنې سازمان ورکوونکې او مشران یی پسی ونه ګرځید او یو ټولنیز پایدار او پویا جریان باندی تبدیل نه شو.
کارپوهان د جنبش روشنایی مشرانو ناتوانی او ناکامی ته په اشاره سره د اسد دوهم خونړیزه فاجعه وروسته د خلګو په راټولولو کې، وایی چی دا جنبش یا غورځنګ نور د خپل بیا جوړونې توان نه لری او مشران یی مخکې له دی چی د یو لوی سیاسی او ټولنیز جنبش لوړمدته مدیریت لپاره برنامه ولری، په ټولنه کې ډیر د سیاست او قدرت ترلاسه کولو په لټه کې دی او همدا کار ددی لامل شوی دی چی جنبش روشنایی نور د یو مستمر او سیاسی او ټولنیز پیاوړۍ پشتوانه درلودونکې نه وی.
ددی جنبش مشران، د دهمزنګ عام قتل وروسته، په مجازی او ټولنیز شبکو کې د لویو تبلیغاتی په لاره اچولو سربیره، د لویو اعتراضیی ټولنو په راټولولو کې ناکام پاته شوی دی.
حتی په داسی وخت کې چی ځینی کوچنی او محدود ټولنیز ټولنې هم رامنځته شوی دی، ددی جنبش مشران او غړۍ خلګو ته د هغو وعدو برخلاف چی ورکړی دی، نه دی توانیدلی چی خپل عملیاتی برنامه او تصمیم هغه څه چی د سیستماتیک تبعیض سره مبارزه بولی، ارائه کړی.
سربیره پردی، صحیح یا غلط، داسی ادعاوی شتون لری چی ددی حرکت نوی مشران، د جنبش روشنایی نوم او نشان څخه په ګټه اخیستنې سره، نوم او نان د لاسته راوړلو او پټو معاملاتو باندی مصروف دی او خپل نامشروع اهدافو ته رسیدو لپاره، د خلګو د حقوق لاسته راوړل یو بهانه په حیث کاروی.
حقیقت هرڅه چی وی، اوس داسی په نظر رسیږی چی حتی ددی جنبش پرشور پلویان هم حقیقت باندی پوهیدلی دی چی هغه ځوان رهبران چی ددی جریانونو په راس کې قرار لری، د جنبش روشنایی راتلونکې لپاره کوم برنامه نه لری او تصمیمات، عمل او غبرګونونه یی یواځی یو څو خاص او محدود سیاسی او ټولنیز مناسبت باندی خلاصه یا هم منحصر کیږی.
دا په داسی حال کې دی چی د منتقدانو په باور، د اسد دوهم ورځی خونړیزی فاجعه وروسته، ددی هیله وو چی جنبش روشنایی د یو ملی پراخ حرکت په حیث، جاودانه او همیشنۍ شی او یو پیاوړۍ او لوی سیاسی قدرت باندی بدل شی؛ خو ډیر عوامل لکه د شهداوو او ټپیانو او قربانیانو د یاده ایستنه د څو ځوان او قدرت طلبه ځوان رهبرانو له لوری، ددی احساساتی رهبرانو ځینی نامعقول او غیری موجه جبهه نیونه، ددی حرکت قومی کولو لپاره شکاره هڅې او یو خاص هزارګی جنبش په حیث او د هیواد نورو اقوامو او مذاهبو څخه موثر ځواکونو او نیرو نه جلب، د بی برنامګی سربیره، د خلګو مصروفول یواځی په یو څو شعارونو باندی او غیری عملی، دا فرصت د همیشه لپاره ورڅخه واخیسته او داسی په نظر رسیږی چی جنبش روشنایی، خپل پای ته نږدی دی.
ددی پیښی رامنځته کیدو یو نشانو څخه، د سږ کال اسد دوهم ورځی بی سر او صدا لمانځنه وه؛ هغه پیښه چی انتظار یی نه کیده چی دومره ژیر له یاده وایستل شی او نادیده ونیول شی؛ خو عملآ د سږ کال اسد دوهمه ورځ، بیله کوم مهم حرکت سره د مشرانو له لوری یی رامنځته شو او همدا کولای شی چی ددی حماسه پای ته رسیدو لپاره یو نشانه وی او دا پیښه په داسی شرایطو کې رامنځته کیږی چی ددی جنبش هیڅ یو مهم او محوری غوښتنه نه دی پوره شوی.
 
 
https://avapress.com/vdcd550fzyt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته