د میدان وردګو والي ښاغلی حیات الله حیات وایي په دغه ولایت کې بې وزله کورنیو ته د مرستې راټولونې په موخه صندوق او یو بانکي حساب جوړیږي او له دغه لارې به په ملي او نړیواله کچه له سوداګرو او نورو څخه دغه کورنیو ته مرستې را جلب کړو .
نوموړی وویل د ټول ولایت په کچه به د بې وزله کورنیو یو لړلیک جوړ کړي او له دغه لارې به دوی ته مرستې ورسوي .
ښاغلي حیات زیاتوي که د ادارو د مسؤلینو هوکړه وشوه، نو هره میاشت به د ۵ څخه تر ۱۰ افغانیو پورې د کارکوونکو له میاشتنۍ تنخوا څخه یاد بانکي حساب ته اضعافه کیږي او همدا راز د سوداګرو سره به د خبرو له لارې هم دغه بانکي حساب ته د هغوی مرستې راجلب کړي .
ده وویل دغه چاره به ډېر ژر پیل کړي او د یوه شفاف پلان په جوړولو سره به د دې ولایت ټولو بې وزله کورنیو ته د مرستې ترسره کولو لړۍ جاري وساتي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس