دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 96333
په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۴۰۰ بېلابېلې پیښې ثبت شوي
 د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواکه کمېشن او د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه ښودلې.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن وییندوي رفیع ا..... بیدار وايي، چې د ۱۳۹۳ لمریزکال په لومړنیو څلورمیاشتو کې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخوکې د ښځو د وژلو او ټپي کېدلو خبرونه ورکول شوي دي او په دې اړه ئې څلور سوه بیلابیلې پيښې ثبت کړي دي
په عین حال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هڅه کوي څو د ښځو د تاوتریخوالي عاملین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.
رفیع ا.... بیدار پرون خبریالانو ته وویل، چې په وروستۍ یوه میاشت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي زیات شوي دي او له دغه کمیشن سره ډیر ثبت شوي شکایتونه د ښځو د وهلو ټکولو، د اجباري او کم عمره ودونو، جنسي تیریو، له کوره د شړلو او د میړنو له خوا د نفقې د نه ورکولو په اړه دي. هغه ویبلی دي داسې پیښې تر ډیره حده په هرات، سرپل، بغلان، مزارشریف او شبرغان کې ولایتونو کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي هم د افغان ښځو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښنه ښیې او وايي، چې د کال د پیل راهیسې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي سلګونه پیښې ثبت کړي دي.
ددغه وزارت چارواکي د سواد د کچې ټیټوالی او اقتصادي او فرهنګي ستونزې په هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي غوره دلیلونه ګڼي.
په افغانستان کې حقوقي کارپوهان او د ښځو فعالان د دغې ستونزو د له منځه وړلو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کېدل مهم بولي او وايي چې په دې سره په هیواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کمیدلای شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbffb9.rhb0fp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته