دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 110176
د لغمان ولایت د مهترلام بابا په ښار کې له ځانمرګي برید څخه مخنیوی
د ملي امنیت د لوی ریاست د منسوبینو له خوا د ملي پولیسو او ملي اردو سره په همغږی د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د قاري غازي په نامه تروریستي ګروپ چې غوښتل یې په مهترلام بابا ښار کې له دوه عرادو موټرسایکلونو او د ګازو له یوه لوی بالون څخه په ګټنې چې له چاودېدونکو توکو ډک وو ځانمرګی برید وکړي ؛ کشف او خنثی او د یادې ډلې څلور تنه غړي هر یو

· فضل الحق د یاد ګروپ مشر

· عبدالمعروف د قاري غازي د خاله زوی او د ځانمرګو بریدونو طرحه کوونکی

· لایق د یاد ګروپ غړی

· او فضل الرحمن د یاد ګروپ غړی له دوه میله کلاشینکوفونو سره ونیول شول چې له نیکه مرغه د جلال آباد ښار خونړي برید ته له ورته تروریستي پیښې څخه مخنیوی وشو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzgb80rhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته